پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې ما د زمري پر ۲۴ د اګست پر ۱۵ د افغان ولسمشر اشرف غني له پټې او ناڅاپي تېښتې وروسته د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره اسلامي امارت کابل ته راوغوښت.
له اسوشیټیډ پریس سره په مرکه کې حامد کرزي ویلي؛ د غني له تېښتې او د واک د خلا له رامنځته کېدو وروسته یې پر اسلامي امارت غږ کړی، چې په کابل کې د ګډوډۍ مخه ونیسي او د ښاریانو د ساتنې لپاره دې ښاري نظم رامنځته او د یو شمېر عناصرو لخوا د هېواد لوټمار ودروي.
حامد کرزي زیاته کړې، چې د غني له تګ سره حکومتي چارواکي هم له کابله ووتل؛ هغه د دفاع له پخواني وزیر بسم الله خان سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پوه شو، چې د پخواني حکومت هیڅوک پاتې ندي او ان د کابل امنیه قومندان هم له ښاره وتلی دی.
بسم الله خان هم له کرزي څخه پوښتلي، چې آیا هغه د کابل د پریښودو اراده لري؟
حامد کرزی، چې د سپټمبر له یوولسمې وروسته دیارلس کاله د امریکا پر ملاتړ د افغانستان ولسمشر و؛ له هېواده وتل یې رد کړل.
نوموړي ویلي، چې اشرف غني اسلامي امارت ته د واک د سوله ییز احتمالي لېږد تړون مات کړ او وتښتید؛ خو د تېښتې د علت په اړه یې څه ندي ویلي.
له سقوط یوه ورځ مخکې حامد کرزي او عبدالله عبدالله له اشرف غني سره د لیدلو هوکړه وکړه، چې بله ورځ له اسلامي امارت سره په قطر کې د واک پر شریکولو خبرې وکړي.
حامد کرزي ویلي؛ که څه هم د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته را رسیدلي وه؛ خو په قطر کې د اسلامي امارت مشرتابه ژمنه کړې وه، چې دغه ځواکونه به له ښاره بهر په دروازو کې پاتې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې دی د اګست د ۱۵ نېټې تر سهار پورې د هغو ۱۵ کسانو نوملړ ته په تمه و، چې له ده او عبدالله عبدالله سره به دوحې ته سفر وکړي. په ښار کې حالات بدل شوي وه او داسې اوازې هم وې، چې اسلامي امارت کابل نیولی دی.
حامد کرزي ویلي؛ له کابله یې په دوحه کې د اسلامي امارت له مشرانو سره اړیکه ونیوله او د اسلامي امارت مشرتابه ورته ډاډ ورکړ، چې ښار ته به نه ننوځي.
حامد کرزي د همدې ورځې پر غرمه مهال اسلامي امارت ته زنګ وواهه او ويې ويل: حکومت خپل سنګرونه او دریځ ساتي او کوم بل حرکت نکوي؛ ځکه اسلامي امارت کابل ته د ننوتو نيت نلري.
کرزي زیاته کړې؛ ما او نورو له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کړې وې او هغوی مونږ ته ډاډ راکړ، چې امریکایانو او حکومتي ځواکونو خپلې پوستې ساتلي او کابل به سقوط ونکړي.
د ماسپښین ۲:۴۵ په ډاګه شوه، چې اشرف غني له کابل ښاره تښتېدلی دی. کرزي دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر او د کابل امنیه قومندان ته زنګونه ووهل؛ خو یو هم نه و، ټول وتلي وه.
د حامد کرزي د څرګندونو له مخې: په پلازمېنه کابل کې نه کوم چارواکی و، نه امنیه قومندان، نه د قول اردو قومندان او نه پوځي قطعه وه؛ دوی ټول له ښارع وتلي وه.
د اشرف غني د امنیتي قطعې مرستیال له کرزي غوښتي وه، چې ارګ ته ورشي او د ولسمشرۍ دنده پر غاړه واخلي.
اسوشیټیډ پریس دا هم په ډاګه کړې، چې حامد کرزي دا وړاندیز رد کړ او ځان یې د دې کار قانوني وړ ونه ګاڼه او پرځای یې پرېکړه وکړه، چې خلکو ته ووایي: دی او کورنۍ یې له خپلو ماشومانو سره په کابل کې دي.
حامد کرزی باوري دی، چې که اشرف غني په کابل کې پاتې وای، د واک د سوله ییز لېږد هوکړه به دهم شونې وه.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/24768